د هانګ کانګ چارواکو د‌ جمعې په ورځ ويلي

د هانګ کانګ چارواکو د‌ جمعې په ورځ ويلي، چي د دغه هيواد په تای پو سیمه کي د وانګ فوک کورت په نوم ودانیو کي د اور لګېدني له امله ۹۴ کسان وژل سوي، ۷۰ تنه ټپيان سوي او سلګونه نور لا هم ورک دي.
د هانګ ګانګ د چارواکو په وينا چي دغه اورلګېدنه د خلګ د اوسېدو په څلورو ودانيو کي رامنځ ته سوې ده.
د دغه هيواد چارواکي وايي چي اور د اور وژونکو ډلو له خوا اوس په بشپړه ډول کنټرول سوی.