د هرات ولايت د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولينو د دغه ولايت د ټولو مطبعو

د هرات ولايت د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولينو د دغه ولايت د ټولو مطبعو، چاپ خونو او نشراتي ادارو د مسئولينو سره په ليدنه کي هغوی ته امر کړی، چي په دغه ولایت کي ټول چاپېدونکي کتابونه د دوی د اجازې په اساس باید چاپ کړي.
هغوی ويل چي هېڅ نشراتي اداره د دوی د امر څخه پرته د کتابونو د چاپ اجازه نه لري.
په دغه غونډه کي ټولو ته سپارښتنه سوې، چي د نوي کتابونو د چاپ پرمهال دي د کاپي رايټ اصول مراعت کړي.