د هرات ولايت سلګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ د هغه ۱۱ ولسي خلګو د وژني په غبرګون کي لاريون کړی؛ چي څو ورځي وړاندي د دغه ولايت په انجيل ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو وژلي وو.
دغو لاريون کوونکو د وژل سوو کسانو انځورونه په لاس کي د هغه وسله والو پر ضد شعارونه ورکول، چي ولسي خلګ ئې وژلي وو.
هغوی د ياد لاريون پر مهال د ط..البانو غوښتي، چي د ولسي خلګو امنيت دي وساتي.
بايد وويل سي، چي د تېري جمعې په ورځ د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کي نامعلو وسله والو پر ولسي خلګو بريد کړی وو، چي له امله ئې ۱۱ کسان وژل سوي او ۱۱ نور ټپيان وو.