د هرات په پارکونو کي مېشت افغان کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

د ايران څخه تازه راغلي افغان کډوال چي د‌ هرات ولايت په پارکونو کي تر شنه آسمان لاندي ژوند‌ کوي، د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي د سرپناه په برابرولو کي دي ورسره مرسته وکړي.
د هغوی په خبره چي دلته هوا ګرمه ده، د خوب او ژوند کولو امکانات نه لري.
د کډوالو په وینا، دوی له سختو شرایطو سره مخ دي او د ژوندي پاته کېدو له پاره بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.
دوی د ط..البانو د ادارې غواړي چي یا دي دوی خپلو اصلي سیمو ته په خوندي ډول انتقال کړي او یا دي ورته د اوسېدو له پاره مناسب ځای او سرپناه برابر کړي.
دغه کډوال، چي ډېری ئې له ایران څخه په زور ایستل سوي، د سرپناه نشتوالي او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
بلخوا بيا د هرات اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، دغه بحران د کنټرول وړ نه دئ او په خبره ئې چي د ط..البانو اداره باید د ملي ستراتیژۍ له لاري دا ستونزه حل کړي، ځکه چي د هرات محدودي سرچینې د دې کډوالو د اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.
دوی له نړۍوالو ټولنو او مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه کوي، چي په دې برخه کي‌ دي د دغو افغان کډوالو سره مرسته وکړي ترڅو د کډوالو بشري اړتیاوي پوره سي