د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په اوبي ولسوالۍ کي يو قومي مشر او پخوانی جهادي قوماندان نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس جمعه ګل ساغري نومېدی، چي د ولسوالۍ د بازار څخه خپل کور ته روان و، چي وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
سرچينه دغه راز زياتوي چي دغه پېښه د ط.. البانو د استخباراتو د ادارې سره نژدې سوې ده.

تراوسه ط..البانو د جمعه ګل ساغري د وژني په تړاو څه نه دي ويلي.