د هلمند خلګو د کنړ د زلزله ځپلو له پاره اته ميليونه افغانۍ مرسته ټوله کړې

د هلمند ولايت يو ځايي سوداګر د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د هلمند ولايت سوداګرو، ټولنو او ولسي خلګو‌ د کنړ ولايت د زلزله ځپلو د لاس نيوي او مرستي له پاره اته ميليونه افغانۍ مرسته راټوله کړې ده.
د هغه په خبره چي دغه راټولي سوي پيسې ئې د ځانګړي کمېټې په حضور کي ط..البانو ته سپارلي ترڅو تر زلزله ځپلو کسانو پوري ئې ورسوي.