د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، د کجکي بند د اوبو د کچي د ټیټېدو له امله له دغه بند څخه د هلمند او کندهار ولایتونو له پاره د برېښنا تولید درېدلی دئ.
د هلمند ط..البانو د اطلاعاتو او کلتور رياست ویاند محمد قاسم ریاض وايي، اوس مهال په بند کي دومره اوبه نسته چي د برېښنا د تولید له پاره دي ورڅخه ګټه واخیستل سي.
نوموړي له خلګو غوښتي چي تر بېرته د اوبو برابرېدو او د برېښنا د تولید تر پیلېدو پوري دي صبر او حوصله وکړي.