د هلمند ولايت د ط..البانو د والي وياند محمد قاسم رياض رسنيو ته ويلي

د هلمند ولايت د ط..البانو د والي وياند محمد قاسم رياض رسنيو ته ويلي، چي د‌ هلمند په ريګو کي ورک سوي کسان د دوشنبې په ورځ سهار مهال موندل سوي.
د هغه په خبره چي دغه کسان ژغورل سوي او روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.
د تېري شنبې په ورځ دوه نارينه، يوه ښځه او يو کوچنی د هلمند د بهرامچې څخه لښکرګاه ته تلل چي د تېز باد او دوړو له امله ئې لاره ورکه کړې وه، چي د دوشنبې په ورځ ژغورل سوي.