د هلمند ولايت ځخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د احسان الله په نوم یو ځوان چي څو ورځي مخکي تښتول سوی و

د هلمند ولايت ځخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د احسان الله په نوم یو ځوان چي څو ورځي مخکي تښتول سوی و، د جمعې په ورځ ئې د‌ سيمي خلګو جسد موندلی دئ.
د سرچينې په وينا چي احسان الله تر څو ورځو نادرکۍ وروسته مړ د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په بغرا کي پيدا سوی دئ.
د هغه نژدې دوستانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي نوموړی د پيسو له پاره وژل سوی دئ.

بايد وويل سي، چي تر اوسه ط..البانو د دغي پېښي په تړاو څه نه دي ویلي.