د هلمند څخه محلي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي

د هلمند څخه محلي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د‌ دغه ولايت د لښکرګاه ښار د شپږمي امنيتي حوزې په ساحه کي د چهارشنبې په ورځ د يوه وژل سوي ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان بريالي نومېدی او د لښکرګاه ښار د شپږمي امنيتي حوزې د کارېزک په سيمه کي اوسېدی.
تر اوسه ط..البانو د دغه ځوان د وژل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي چی په افغانستان کي مرموزي وژني ورځ تر بلي ډېريږي؛ خو ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.