د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي په تېرو څلورو میاشتو کي ئې له ۵۰۰ زیاتي ویزې افغانانو ته ورکړي، چي له دې ډلي څخه تر ۲۰۰ زیاتي ویزې د طبي درملني له پاره وې.
د هند چارواکو ویلي چي دوی نه یوازي بېړنیو ناروغانو ته د ویزو اسانتیاوي برابري کړي دي، بلکي د درملني په برخه کي ئې د وړیا خدماتو او نورو اسانتیاوو ژمنه هم کړې ده.
د هند دولت ژمنه کړې چي د افغان ناروغانو سره د درملني په برخه کي مرستي ته ادامه ورکوي.