د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کي خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چي د ایران وروستیو پېښو ته په کتو، تر بلي خبرتیا پوري دي ایران ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي دا خبرداری د هند د اتباعو د خوندیتوب له پاره ورکړل سوی او ټینګار سوی چي اوس مهال په ایران کي مېشت هندي وګړي او هندي الاصله کسان باید له هغو سیمو چي اعتراضونه یا غونډي په کېي کېږي، لېري پاته سي، ډېر احتیاط وکړي او په دوامداره ډول په تهران کي د هند سفارت رسمي ویبپاڼه او ټولنیزي رسنۍ تعقیب کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د وروستیو بدلونونو په رڼا کي دا پرېکړه سوې او ښايي دا محدودیتونه تر بلي خبرتیا پوري دوام ومومي.