د ط..البانو تر کنټرول لاندي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې د جمعې او شنبې په ورځ د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کي د تېز باران، باد، تالندي، برېښنا او سيلابونو د راوتلو اټکل کړی دئ.
يادي ادارې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشير، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کي دغه وړاندوينه کړې ده.
د هوا پېژندني ادارې په يادو ولايتونو کي د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره پوري اټکل کړې ده.