د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي د راپور له مخي، که د هرمز تنګي د تېلو د لېږد مسیرهمداسي ګډوډ پاته سي، د خامو نفتو بیې به د انفلاسیون له تعدیل سره نژدې د هر بیرل له پاره ۲۱۵ ډالرو ته لوړي سي.
د يادي ورځپاڼي د راپور په حواله چي دا به د تاریخ تر ټولو لوړ حد وي. کارپوهان اندېښنه لري چي دا وضعیت د نړۍوالو بازارونو له پاره جدي اقتصادي ګواښ رامنځ ته کولای سي.