د والسټریټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د ابوظبي ملي د نفتو شرکت «ادنوک» د امریکا د پوځي ځواکونو په ملاتړ د هرمز تنګي له لاري د تېلو د لېږد بهیر بېرته فعال کړی او د ایران له لوري د سمندري محدودیتونو د ماتولو هڅي ئې پیل کړي دي.
د راپور له مخي، د ادنوک تېلوړونکي بېړۍ د شپې له خوا په ډلهییز ډول او د امریکايي او اماراتي ځواکونو په همغږۍ له هرمز تنګي تېرېږي او د اماراتو ترڅنګ عراقي تېل هم لېږدوي.
ياده ورځپاڼه زیاتوي، چي دغو عملیاتو د خلیج د تېلو صادرات د جګړې له پیل مخکي کچي ته رسولي، خو له اپریل میاشتي راهیسې تر ۲۰ ډېري د ادنوک اړوند بېړۍ د ایران په بریدونو کي په نښه سوي دي.