د وايفای د پرې کېدو ږغ د يو کندهاري ځوان د زړه د ماتېدو ږغ و

د علم او هيلو لټه کوونکی يو کندهاری ځوان، اکرم شاه ولي، وايي چي د وايفای پرې کېدو د هغه د ژوند تر ټولو ستر خوب له منځه يووړ.
اکرم شاه، چي په هند کي ئې د ماسټرۍ لوړي زده کړي په انلاين ډول کولې، وايي اوس ئې د دوهم سمستر وروستي امتحانونه وو، خو ناڅاپه د وايفای پرې کېدو د ده ټولي هيلي خاوري کړې.
هغه څراغ ټلوېزيون ته په زړخوږي وويل:« وايفای پرې سو، د تليفوني شبکو انټرنيت دومره کمزوری دئ چي د پوهنتون وېبسايټ هم نه خلاصيږي… امتحان خو بيخي نه سم ورکولای. يوکال زحمت مي په يوه شېبه له منځه ولاړی.»
اکرم شاه وايي هره ورځ ورباندي نوي بندیزونه لګېږي او د هغه راتلونکی د يوې توري تياري په څېر ښکاري.
«موږ ته د علم دروازې بندوي، موږ ته د رڼا لاره تړي. ما فکر کاوه له کندهاره تر هند پوري د وايفای په تار به ځان د علم ماڼۍ ته ورسوم، خو اوس دا تار هم را پرې سو ناهيلی يم، چاته د ژوند شکايت وکړو، ط..الب خو نه زموږ خبره اوري او نه مو هم ستونزه حلوي.»
هغه وايي زړه ئې ټوټه ټوټه سوی، خو لاهم هيله لري چي يوه ورځ به دا تور فصل تېر سي او د ده په څېر زرګونه ځوانان به بيا د علم له رڼا برخمن سي