د يمن په سواحلو کي د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۸ کسان وژل سوي

د کډوالو نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د يکشنبې په ورځ د يمن په ساحل کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۸ پناه غوښتونکي کډوال وژل سوي او ۷۴ تنه لا تراوسه پوري نادرکه دي.
د کډوالو د نړۍوال سازمان په خبره چي د دغه پناه غوښتونکو کډوالو دا کښتۍ چي ۱۵۴ ایتوپیايي کډوال په کښي سپاره وو د يمن د ابین ولايت په ساحه کي اوبو ډوبه کړې او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.
بايد وويل سي، چي هر کال لسګونه زره کډوال د سعودي عربستان او نورو شتمنو خلیجي هیوادونو کي د کار پيدا کولو له پاره، له خطرناکو اوبو څخه د افریقا له شاخ او یمن ترمنځ تېرېږي او هڅه کوي، چي نورو هيوادونو ته ځان ورسوي، چي ډېر وخت د لاري په اوږدو کي ئې کښتۍ اوبه ډوبوي او ژوند ئې د خطر سره مخ سي