د يوې نوې سروې له مخه چي د رویټرز له خوا خپره سوې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خلکو ملاتړ تر ټولو ټيټې کچي ته راټيټ سوی دی. دا کمښت تر ډېره د ايران جګړې او د سون توکو د بيې د لوړېدو له امله رامنځته سوی دی.
د سروې پايلي ښيي چې يوازي ۳۶ سلنه امريکايان د ټرمپ له کړنو څخه رضايت لري، حال دا چې دا شمېر څو ورځي مخکي ۴۰ سلنه و. تر ټولو لويه ستونزه د ژوند د لګښتونو لوړېدل بلل کېږي، ځکه يوازي ۲۵ سلنه خلکو د اقتصاد په برخه کي د حکومت کړني مثبتي ارزولي دي.
د ايران جګړې هم د خلکو پر نظر منفي اغېز کړی دی. د راپور له مخه، ۶۱ سلنه امريکايان د ايران پر ضد د پوځي بريدونو مخالفت کوي، او زيات شمېر خلک باور لري چې دا جګړه به امريکا لا ناامنه کړي.
د تېلو بيې د جګړې له پيله په چټکۍ لوړي سوي دي، چي دا کار د امريکايانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او اقتصادي اندېښنې يې زياتي کړي دي. همدا موضوع د ټرمپ د انتخاباتي ژمنو خلاف ده، ځکه هغه ژمنه کړې وه چي يو قوي اقتصاد به رامنځته کړي.
سره له دې، ټرمپ لا هم د خپل ګوند دننه لږ ملاتړ لري، خو شنونکي وايي چې که جګړه اوږده سي او اقتصادي فشارونه دوام وکړي، دا ملاتړ هم کمېدلی سي.
په ټوله کي دا سروې ښيي چي د ايران جګړه نه يوازي نړيوال سياست بدلوي، بلکي د امريکا دننه د خلکو پر باور او د حکومت پر سياسي راتلونکي هم ژور اغېز لري.