د ټرمپ نوی لېونتوب؛ ټرمپ عربستان ته اټومي تړون وړاندیز کړی

د ټرمپ نوی لېونتوب؛ ټرمپ عربستان ته اټومي تړون وړاندیز کړی.
سرچينه: رسپانسبل سټېټکرافټ
هممهاله له دې سره چي د متحده ایالات او اسراییل له خوا تېره اوونۍ په ایران کي جګړه پيل سوه، چي يوه مهمه اندېښنه يې د ايران اټومي پروګرام بلل کېده، اوس کانګرس د امريکا د ولسمشر له لوري د سعودي عربستان سره د اټومي تړون د ترلاسه کولو په تمه دی؛ هغه تړون چي کېدای سي رياض ته د خپل اټومي پروګرام د پراختيا اجازه ورکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته ويلي چي له سعودي عربستان سره د اټومي هوکړي په لټه کي دی — خو دا تړون هغه معياري خوندي شرطونه نه لري، چي يو هېواد د اټومي وسلې له جوړولو راګرځوي.
په اصل کي دا ډول تړون بې‌ساری کار نه دی، ځکه امريکا پخوا هم له بېلابېلو هېوادونو سره لسګونه ورته تړونونه، چي د «يو سل درې ويشتم تړون» په نوم يادېږي، لاسليک کړي دي. خو د اندېښنې ټکی دا دی چي په دغه وړانديز سوي تړون کي ځيني هغه ضمانتونه نه تر سترګو کېږي، چي عموماً په نورو هوکړو کي شامل وي.
د وسلو د کنټرول ډلي، ډېری ډيموکراټان او ځيني مخکښ جمهوري غوښتونکي — لکه مارکو روبیو هغه وخت چي سناتور و — ټينګار کوي چي خوندي اټومي تړون بايد څرګند محدوديتونه ولري، لکه د يورانيمو د بډاينې يا د مصرف سوي اټومي سون د بيا پروسس منع.

د راپورونو له مخي، هغه لومړنی راپور چي سپيني ماڼۍ کانګرس ته استولی، په دغه مخکښ تړون کي د نه خپرېدنې لازم ضمانتونه نه دي شامل سوي.
د بېلګي په توګه، تمه نه کېږي چي په تړون کي «اضافي پروتوکول» شامل وي؛ دا هغه ميکانيزم دی چي د نولس سوه نوييمو کلونو له ناقانونه اټومي هڅو وروسته رامنځته سو او د ملګرو ملتونو اړوند د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې ته پراخ صلاحيتونه ورکوي، څو د هېوادونو اټومي فعاليتونه وڅاري.
همدارنګه دا تړون هغه «طلایي معيار» نه لري، چي پر بنسټ يې يو هېواد ژمنه کوي چي نه به يورانيم بډايني کوي او نه به مصرف سوی سون بيا پروسس کوي. سربېره پر دې، تړون په بې‌ساري ډول پر امريکايي ټکنالوژۍ تمرکز لري او هڅه کوي چي د سعودي اټومي پروګرام محور د امريکا صنعت وګرځوي.

يوه بله پراخه اندېښنه دا ده چي دا نرم تړون به د راتلونکو اټومي هوکړو لپاره خطرناک ساری وګرځي. د شنونکو په اند، د سيمي نور هېوادونه به هم هڅه وکړي چي ورته اټومي تړونونه ترلاسه کړي، په ځانګړي ډول که امريکا له سختو شرطونو پرته دا ډول هوکړې لاسليکوي.
په همدې لړ کي، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان مخکې ويلي وو چي که ايران اټومي وسله جوړه کړي، سعودي به هم مجبوره سي ورته ګام واخلي. هغه په دوه زره درې ويشتم کال کي له فاکس نيوز سره په مرکه کي ويلي وو: «که هغوی ولري، موږ به يې هم ولرو، د امنيت او د ځواک د توازن لپاره؛ خو موږ نه غواړو دا حالت ووينو.»
شنونکي خبرداری ورکوي چي که يو هېواد اټومي وسله تر لاسه کړي، کېدای سي په سيمه کي د اټومي وسلو سيالي پيل سي او دا به د منځني ختيځ امنيتي وضعيت لا بې‌ثباته کړي.

د فبرورۍ دوه ويشتمه هغه لومړۍ نېټه وه چي د ټرمپ اداره کولای سوه ياد يو سل درې ويشتم تړون کانګرس ته وسپاري. اوس که د سنا او استازو مجلس دواړه د نويو ورځو په موده کي د مخالفت پرېکړه تصويب نه کړي، تړون کولای سي نافذ سي.