د پاکستان الفلاح بانک پرېکړه کړې، چي په افغانستان کي له شلو کلونو بانکي فعالیت وروسته خپل کارونه ودروي او خپلي څانګي غضنفر بانک ته وسپاري.
د دغه بانک د خبرپاڼي له مخي، په کابل او هرات ښارونو کي د بانک د څانګو او بانکي چارو د لېږد بهیر د افغانستان بانک په موافقه ترسره کېږي او د نومبر له پنځمي نېټې څخه ئې عملي چارې پیل سوي دي.
ياد بانک تر دې وړاندي له خپلو مشتریانو غوښتي وو، چي د نومبر تر دوهمي نېټې پوري د خپلو حسابونو د لېږد یا تړلو په اړه پرېکړه وکړي.
د خبرپاڼي پر بنسټ، د هغو مشتریانو پیسې چي په ټاکلې موده کي ئې خپل تصمیم نه وي څرګند کړی، غضنفر بانک ته لېږدول کېږي؛ خو د هغو کسانو پیسې به ساتل کېږي، چي په دغه بانک کي حساب نه لري، څو د خپلو پیسو د ترلاسه کولو له پاره وروسته اقدام وکړي.
الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کي په افغانستان کي فعالیت پیل کړی و او په تېرو دوو لسیزو کي ئې په کابل او هرات کي مشتریانو ته بانکي خدمتونه وړاندي کول.