د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کرښي پر بندرونو د بندېدو سل (۱۰۰) ورځي پوره سوې، چي د شمېرو له مخي د دې بندښت له امله دواړو هيوادونو په میلینونه ډالر تاوان اوښتی دی.
د دواړو هيوادونو ترمنځ د سرحدي ترينګلتيا له امله تېر کال د اکتوبر پر ۱۳مه د تورخم، چمن او نورو ټولو بندرونو دروازې وتړل سوې، او دا وخت يوازي له پاکستانه افغان کډوالو ته اجازه ورکول کېږي چي بېرته افغانستان ته ولاړ سي.
د دې بندښت له امله د دواړو هيوادونو بېلابېلي برخي اغېزمن سوي دي، چي تر ټولو مخکي اقتصادي برخه ده او دوهاړخيزه سوداګري سخته تاواني سوې ده. د نورو برخو تر څنګ د طب برخي (ميډيکل ټورېزم) برخه هم متاثره سوې ده.
د فرضي سرحدونو د بندېدو د ۱۰۰ ورځو له پوره کېدو سره، انډپېنډنټ اردو د بېلابېلو برخو جاج اخيستی او د ځينو شمېرو تحليل يې هم کړی دی.
اقتصادي تاوان
د پاکستان او افغانستان تر منځ کلنۍ سوداګري د پاکستان د اقتصاد د سروې له مخي نږدې يو ميليارد ډالرو ته رسېږي، خو د سرحدونو د بندېدو له امله سوداګري سخته اغېزمنه سوې ده.
د سنټر فار ريسرچ اېنډ سکيورټي سټډيز (CRSS) د شمېرو له مخي، په تېرو درې مياشتو کي پاکستان ته د بارډرونو د بندېدو له امله تر ۱۶۸ اربه پاکستاني روپيو زيات، او افغانستان ته تر ۱۰۰ اربه روپيو زيات تاوان اوښتی دی.
همدارنګه، پاکستان د افغانستان له لاري د منځنۍ اسيا هيوادونو ته هم مالونه لېږي، خو د سرحدونو د بندېدو له امله دا سوداګري هم اغېزمنه سوې ده.
د CRSS د راپور له مخي، د پاکستان او د منځنۍ اسيا د هيوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري نږدې ۹۰۰ ميليونه ډالره ده، او د همدې حساب له مخي په تېرو درې مياشتو کي پاکستان ته شاوخوا ۲۲۵ ميليونه ډالره تاوان اوښتی دی.
همدارنګه، د افغانستان هغه صادرات چي هند ته د پاکستان د واګه بارډر له لاري لېږل کېدل، د همدې لاري د بندېدو له امله افغانستان ته په درې مياشتو کي شاوخوا ۷۵ ميليونه ډالره تاوان رسېدلی دی.
د CRSS د راپور له مخي، هر کال د کراچي بندر له لاري له ۴۰ تر ۴۵ زره پوري کانټېنرونه له بېلابېلو هيوادونو څخه راځي او وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي، خو دا بهير هم اوس اغېزمن سوی دی.
په همدې راپور کي ويل سوي چي په تېرو درې مياشتو کي د افغانستان تر ۱۱ زره پوري کانټېنرونه بند پاته دي، چي ورځنی لګښت يې افغان سوداګر ورکوي.
له افغانستانه ډېر ناروغان د درملني لپاره پاکستان، په ځانګړي ډول پېښور ته تلل، خو اوس په دې شمېر کي ښکاره کمښت راغلی دی.
پېښور کي د يو شخصي روغتون يو مسوول انډپېنډنټ اردو ته ويلي دي چي د ناروغانو شمېر ډېر کم سوی دی.
هغه ويلي چي د طبي ويزو ورکول هم اغېزمن سوي دي.
دغه مسوول ويلي: «د کينسر په ګډون د بېلابېلو ناروغيو د درملني لپاره افغانان راتلل، موږ د دوى لپاره ځانګړی ډېسک هم جوړ کړی وو، خو اوس ناروغان کم سوي دي.»
د هوايي سفر زياتوالی
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مځکني تګ راتګ د بندېدو وروسته، د هوا له لاري سفر زيات سوی دی، او د افغانستان د طلوع نيوز له مخي، د ټکټ د اخيستلو لپاره کله کله تر شلو ورځو پوري انتظار کول اړين وي.
د پاکستان او کابل ترمنځ د آريانا اېيرلاين او کام اېير الوتني رواني دي. د آريانا الوتني نېغ کابل ته ځي، خو د کام اېير ځيني الوتني د تهران له لاري کابل ته رسېږي.
د آريانا د شرکت وياند طلوع نيوز ته ويلي چي د ډسمبر په مياشت کي تر ۲۶۰۰ زيات مسافر د بېلابېلو الوتنو له لاري د اسلاماباد او کابل ترمنځ تګ راتګ کړی دی.