د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چي د کوچني اختر په مناسبت د قطر، ترکيې او سعودي عربستان په استازيتوب ئې لنډ مهاله اوربند کړی؛ خو تر اوربند سربېره ئې پر کنړ ولايت دوامداره بريدونه کړي.
د کنړ ولايت د ط..البانو امنيتي چارواکو ويلي، چي د کوچني اختر د شپې راهيسي د دغه ولايت پر يو شمېر کليو دوامداره بريدونه کړي.
د هغوی په خبره چي د پاکستان پوځ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د دغه ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کي د ولسي خلګو يو موټر په نښه کړی، چي وروسته دغه موټر سيند ته لوېدلی چي له امله ئې يوه ښځينه ډاکټره وژل سوې يوه ښځه ټپي سوې او په موټر کي ناست پنځه نور کسان په اوبو کي نادرکه سوي دي.
تر اوسه پاکستان دولت د دغو بريدونو په تړاو څه نه دي ويلي.