د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ ادعا کړې، چي د ط..البانو سره د جګړې پر مهال ئې ۱۳۳ د ط..البانو غړي وژلي او ۲۰۰ نور ئې ټپيان کړي دي.
د پاکستان حکومت ويلي، چي د ط..البانو ۲۷ نظامي ځايونه ئې ويجاړ کړي او ۹ پوستې ئې ورڅخه نيولي دي.
په ورته وخت کي بيا ط..البانو د پاکستان د حکومت دغه ادعا رد کړې او ويلي ئې دي، چي په پکتيکا کي د پاکستان د پوځ په بريد کي د ښځو په ګډون درې ولسي کسان وژل سوي او نور ټپيان دي.
ط..البانو ويلي، چي په دغه ولايت کي د پاکستان جيټ الوتکو د ولسي خلګو پر کورونو بمبار کړی.