د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا کي ۲۶ ولسوالۍ د امنیتي ګواښونو له امله د لوړ خطر سیمي اعلان کړي دي.
د پاکستان د مرکزي حکومت ويلي، چي دغه ولسوالۍ د پښتونخوا په شپږو اداري زونونو کي شاملي دي او په دې سیمو کي د ترهګرۍ د ګواښ کچه لوړه بلل سوې ده.
حکومت پرېکړه کړې چي په دغو سیمو کي پر دندو بوخت فدرالي اداري او پولیس افسران به له ځانګړي امنیتي امتیاز څخه برخمن سي.
یاد امتیاز د افسر د اساسي معاش ۲۵۰ سلنه ټاکل سوی او د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه به عملي کېږي.