د پاکستان حکومت په راولپنډۍ کي پر هر ډول غونډه او لاريون بنديز لګولی

د پاکستان حکومت له خوا په راولپنډۍ کي د تحريک انصاف ګوند د نن ورځي له پاره پر هر ډول لاريون باندي بنديز لګولی او د پاکستان حکومت ويلي، چي د اګسټ د څلورمي څخه بيا تر لسمي نېټې پوري په په راولپنډۍ کي هر ډول غونډه، لاريون، وسله ګرځول او پر موټرسيکل باندي دوه نفره سپرېدل منع دي.
په ورته وخت کي بيا د تحريک انصاف ګوند مسئولين وايي چي دوی د‌ هېڅ غونډي پلان نه لري ؛ بلکي د خپل مشر عمران خان د بند د دوهمي کليزي په مناسبت د هيواد په بېلابېلو ښارونو کي به خپلو لاريونو ته دوام ورکړي.