د پاکستان حکومت په یوه بې ساري پریکړه کي د فضل الرحمن او زوی څخه یې امنیتي ساتونکي او د خونديتوب امکانات اخیستي دي.
ویل کېږي چي دغه پریکړه د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف په خپله کړې ده خو لا تر اوسه یې امر د رسنیو سره نه دی شریک سوی.
بل خوا بیا د فضل الرحمن پلویانو ویلي چي حکومت ته اړتیا نلرو موږ خپله د هغه امنیت ساتلی سو.