د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، تر هغه چي افغانستان ارام نه وي، په ټوله سیمه کي د امن او ثبات تمه نه سي کېدای.
نوموړي دا څرګندوني په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کي وکړې او ټینګار ئې وکړ چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکېچ باید د خبرو اترو له لاري حل سي، نه د زور او جګړې په وسیله.
اڅکزي وړاندیز وکړ چي د سیمي هیوادونه دي د منځګړیتوب رول ولوبوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دي د سولي د هر ډول هوکړي ضمانت وکړي.
هغه وویل، پاکستان چي کومي امنیتي ستونزي افغانستان ته منسوبوي، د ده په باور ډېری ئې په خپله د پاکستان دننه شتون لري.
د اپوزیسیون مشر د خیبر پښتونخوا د تیرا سیمي وضعیت ته په اشارې وویل چي هلته خلګ په زوره له خپلو کورونو بېځایه کېږي او هره ورځ د مرګ ژوبلي پېښي رامنځ ته کېږي، چي دا حالت ئې د ترهګرۍ روښانه بېلګه ياده کړه.
بايد وويل سي، چي محمود خان اڅکزي پرون په رسمي ډول د پاکستان د اپوزیسیون د مشر په توګه خپله دنده پیل کړه.