د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوټي ښار ته نژدې پر يوې ريل ګاډۍ د يکشنبې په ورځ چاودنه سوې

د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوټي ښار ته نژدې پر يوې ريل ګاډۍ د يکشنبې په ورځ چاودنه سوې.
د سرچينې په وينا چي په دغه چاودنه کي تر اوسه پوري ۲۴ کسان وژل سوي او تر ۷۰ زيات نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخي په یاده ریل ګاډۍ کي پاکستاني نظامیان او د هغوی کورنۍ د اختر د رخصتۍ له پاره له کوټي څخه پېښور ته رواني وې، چي چاودنه پر سوې ده.

يو شمېر سرچينو ويلي، چي پر دغه ريل ګادۍ ځانمرګی بريد سوی.
د ياد برید مسؤلیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډلي منلی.