د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته راغلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن پنج شنبه تر غرمې وروسته کابل ته راغلی، څو د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د ریل پټلۍ پروژې د امکان‌سنجۍ تړون لاسلیک کړي. له هغه مخکي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف هم کابل ته د همدې تړون په موخه رسېدلی دئ.
تمه ده چي د دغې درې ‌اړخیزي پروژې له لاري د سیمي هیوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکي لا پیاوړي سي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسحاق ډار به د افغانستان او ازبکستان له چارواکو سره د ریل پټلۍ پروژې د عملي کېدو د امکاناتو، همکاریو او راتلونکي پلانونو په اړه خبري هم وکړي