د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ادعا کړې چي په افغانستان کي له ۲۴ ډېري ترهګري ډلي فعالیت کوي.
هغه ویلي، دغه ډلي له افغان خاوري د پاکستان پر ضد بریدونه کوي او د سیمي امنیت ته ګواښ دي.
ډار دا څرګندوني په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلي په څنډه کي د اسلامي همکاریو سازمان له غړو سره په غونډه کي کړي دي.
ط..البانو بیا تل په افغانستان کي د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون رد کړی دئ.