د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، د افغانستان له خاوري د وسله‌والو فعالیتونو دوام د سیمي د امنیت او اقتصادي پرمختګ له پاره جدي ستونزه ده.
ډار د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، په سیمه کي د سولي او اقتصادي ودي له پاره باید د امنیتي ستونزو د حل په برخه کي عملي اقدامات وسي.
نوموړي ویلي، پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو هڅي کړي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کي ئې له دغه هیواد سره د اسانتیاوو ملاتړ کړی دئ.

هغه ټینګار کړی چي پاکستان له افغان حکومت څخه غواړي د اسلام‌اباد هغه امنیتي اندېښنې حل کړي چي افغانستان له خاوري د احتمالي ګواښونو په اړه ئې لري.
هغه ويلي چي ط..البانو دي په افغانستان کي د ترهګرو مرکزونه له منځه يوسي.