د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار د ط..البانو غوښتي، چي د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندي جدي اقدامات وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار د ط..البانو غوښتي، چي د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندي جدي اقدامات وکړي، چي د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
نوموړي ویلي، اسلام‌اباد له ط..البانو سره د سوداګرۍ، اقتصاد او کډوالو په برخو کي همکاري کړې، خو لا هم ډاډه نه‌ دئ، چي د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د بریدونو له پاره نه کارول کېږي.
هغه ادعا کړې، چي پاکستان د وسله‌والو بریدونو په اړه نړۍوالو بنسټونو ته شواهد سپارلي دي.

بلخوا، ط..البانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ویلي ئې دي، چي هېچا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *