د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ادعا کړې، چي د اسلاماباد په یوه شیعه جومات کي د تېري ورځي د خونړۍ چاودني بریدګر له افغانستان سره اړيکه درلودل.
نوموړي دا څرګندوني په ټولنیزه شبکه ایکس کي په خپاره سوي پیغام کي کړي وې.
خواجه آصف په همدې پیغام کي هند هم تورن کړی، چي د پاکستان پر ضد د نیابتي ډلو ملاتړ کوي، خو د خپلو ادعاوو د ثابتولو له پاره ئې کوم اسناد یا شواهد نه دي وړاندي کړي.
د پېښي په اړه د پولیسو رسمي څېړني لا دوام لري او تر اوسه د برید مسئولیت کومي ډلي نه دئ منلی.
دا څرګندوني په داسي حال کي کېږي، چي د پاکستان او د افغان ط..البانو د حکومت اړیکي له تېر کال راهیسي په بېساري ډول ترینګلي سوي دي.
اسلاماباد پر کابل تور لګوي، چي وسلهوالو ډلو ته خوندي ځایونه ورکوي، خو د ط..البانو حکومت دا تورونه بېبنسټه بولي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخي، پاکستان په تېر کال کي له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ ډېری سرحدي لاري تړل سوي دي، چي د خلګو پر تګ راتګ او سوداګرۍ ئې ژور اغېز کړی دئ.