د پاکستان د زندانونو څخه ۲۵ افغان کډوال زاد سوي او کندهار ته راغلي

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د شنبې په ورځ د پاکستان د زندانونو څخه ۳۵ تنه افغان کډوال ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي یادو افغانانو په پاکستان کي د قانوني اوسېدو اسناد درلودل خو بيا هم د پاکستاني پوليسو له خوا په يوه او بل نامه باندي نيول سوي او زنداني سوي وو، چي د شنبې په ورځ د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په دا وروستيو کي د پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو راتګ افغانستان ته د پخوا په پرتله څو چنده زیات سوی او هره ورځ په زرګونو افغان کډوال د دغه هيوادونو څخه افغانستان ته راځي.