د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چي د تورخم او سپین بولدک لاري به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد له پاره خلاصي کړي.
د ياد وزارت په وینا، دا پرېکړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره تر مشورې وروسته سوې ده او دا لاري به یوازي د بشري مرستو د لېږد په هدف کارول کېږي.
پاکستاني چارواکو ویلي چي دا ګام د افغانستان د خلګو د عاجلو اړتیاوو، په ځانګړي ډول د خوړو او درملو د کمښت د ستونزې د حل له پاره پورته سوی دئ.

د راپورونو له مخي، د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو بشري مرستي به د همدې لارو افغانستان ته ولېږدول سي. په دې بشري مرستو کي د یونېسف لخوا ۷۴، د خوړو د نړۍوال پروګرام ۶۷، او د وګړو د خونديتوب د صندوق دوه کانټینره بشري توکي شامل دي، چې ژر به افغانستان ته ورسېږي.
بايد وويل سي چي پاکستان د دغو لارو د خلاصولو وروستۍ نېټه تر اوسه پوري نه ده په نښه کړې.