د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند ولايتي رئيس افتخار حسين ويلي

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند ولايتي رئيس افتخار حسين ويلي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان اختلافات نور بايد د جګړې پر ځای د خبرو اترو له لاري حل سي، ځکه جګړه د هېڅ ستونزې حل نه سي کېدای.
نوموړي ټينګار کړی، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ پنځوس کلني شخړي ته بايد د پای ټکی کښېښودل سي او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له پاره دي يو منظم ميکانېزم رامنځ ته سي.
افتخار حسين زياته کړې، چي افغانستان او پاکستان دواړه بايد د يو بل په کورنيو چارو کي د لاسوهني ډډه وکړي، ترڅو په سيمه کي ثبات قايم او د تاوتریخوالي مخه نيول سوې وي.