د پاکستان د لومړي وزير د اوربند پيغام کي د «ډرافټ» تېروتنه

د پاکستان د لومړي وزير د اوربند پيغام کي د «ډرافټ» تېروتنه
هغه پيغام چی د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د اوربند غوښتني لپاره خپور کړی و، پکښي د «مخکي لیکل سوی» (Draft) نښه هم ليدل سوې ده.
د متن د اېډيټ تاريخچې له مخه په خپره سوې نسخه کي عبارت

«د پاکستان د لومړي وزير د پيغام مسوده په اېکس کي»
لا هم پاته و، چي ښيي دا متن له مخکي د یو چا لخوا چمتو سوی و او د خپرېدو پر مهال په بشپړه توګه نه و سم سوی.
د «فوربز» د راپور له مخه، ځينو شنونکو ويلي:

▪️ د پيغام ژبه داسي ښکاري چي ښايي خپله شهباز شريف نه وي ليکلې
▪️ امکان سته چی دا متن د نورو اړخونو—لکه امريکا يا اسرائيل—له خوا ترتيب سوی وي
دا پېښه د ډيپلوماټيکو پيغامونو د اعتبار او خپلواکۍ په اړه پوښتني راپورته کوي، په ځانګړي ډول په داسي حساس وخت کي چي د اوربند هڅي رواني دي.