د پاکستان د ولسمشر وياند مرتضی سولنګي ويلي، چي ط..البانو ته به ډېر ژر د هغوی د بريد جواب ورکړي

د پاکستان د ولسمشر وياند مرتضی سولنګي ويلي، چي ط..البانو ته به ډېر ژر د هغوی د بريد جواب ورکړي.
سولنګي ويلي، چي ط..البان د هند په استازيتوب جګړه کوي او ډېر ژر به د پاکستان د ملي حاکمیت د نقض حساب ورسره وسي.
هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د پنج شنبې په ماخستن پر اته بجې د ډيورنډ پر فرضي کرښي د ط..البانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ په شپږو ولايتونو کي جګړه پيل سوې.

ط..البانو ادعا کړي، چي يوشمېر پوستې ئې د پاکستان څخه نيولي دي او د جګړې کرښي ته ئې نور ط..البان هم لېږلي دي.