د پاکستان د پارلماني چارو فدرالي وزیر طارق فضل چودري وروستۍ څرګندوني، چي ګواکي د پاکستان هوايي ځواک په افغانستان کي د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي، شکونه راپورته کړي دي؛ ځکه چي په ننګرهار کي د یوې کورنۍ د ۱۷ غړو وژل کېدل د دغه ادعا برعکس انځور وړاندي کوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چي اووه پټنځایونه ئې په نښه کړي او د «فتنه الخوارج» په نوم ډلي مرکزونه ئې له منځه وړي دي. خو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کي سیمهییزو ط..الب چارواکو ویلي چي برید پر یوه ملکي کور سوی او په پایله کي ئې ۱۷ کسان وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي، چي ډېری ئې کوچنیان وو.
د ط..البانو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخي، په وژل سوو کي ۱۱ ماشومان، شپږ ښځي او نارینه شامل دي او کور په بشپړ ډول ویجاړ سوی دئ. دا معلومات د پاکستان د هغه دریځ پر وړاندي جدي شکونه راپورته کوي، چي بریدونه ئې یوازي د وسلهوالو پر پټنځایونو متمرکز بللي وو.
که څه هم اسلاماباد ټینګار کوي چي هدف ئې د تحریک ط..البان پاکستان مرکزونه وو، خو د ملکي تلفاتو راپورونه دا پوښتنه راپورته کوي چي د بریدونو پر مهال د هدف ټاکلو او استخباراتي ارزوني معیارونه څومره دقیق وو.
شنونکي باور لري، چي د ملکي وګړو په نښه کول نه یوازي د نړۍوالو بشري قوانینو له اصولو سره په ټکر کي دي، بلکي د دواړو هيوادونو ترمنځ به سیاسي او امنیتي کړکېچ نور هم زيات کړي. په ورته وخت کي ط..البانو خبرداری ورکړی، چي د دغو بریدونو په بدل کي به مناسب او پرېکنده جواب ورکړي.