د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري، ادعا کړې چي د تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) جنګیالي د افغان ط..البانو په همکارۍ له افغانستانه پاکستان ته اوړي.
د ډان ورځپاڼي د راپور له مخي، چودري دغه څرګندوني د شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کي وکړې.
نوموړي ويلي، چي افغان ط..البان د پاکستان پر سرحدي پوستو ټکان کوي او په همدې وخت کي د ټي ټي پي جنګیالي پاکستان ته د اوښتو هڅه کوي.
چودري دا هم ويلي چي پاکستان پر خوست، کنړ او پکتیکا ولایتونو باندي تر اوربند وروسته هوايي بريدونه نه دي کړي.
بلخوا بيا افغان ط..البان د پاکستان د دولت دغه ادعا بې اساسه بولي او په خبره ئې چي هېچا ته اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان د خاوري څخه د ترهګرۍ له پاره استفاده وکړي.