د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري وايي، اسلاماباد به د ط..البانو پر وړاندي خپله اوسنی تګلاره بدله نه کړي.
هغه دا څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي پاکستان پر افغانستان هوايي بریدونه وکړل.
چودري د جیو نیوز خبري شبکې سره په مرکه کي ويلي چي ط..البان باید خپله پاليسي د پاکستان په اړه بدله کړي، د هغه په وینا، د ط..البانو چلند له پاکستان سره د نورو هیوادونو په پرتله توپیر لري.
نوموړي زیاته کړې، چي د پاکستان د وضعیت د خرابېدو اصلي لامل یو ګاونډی هیواد او یو غیرمسئول واکمن نظام دئ.
هغه ادعا کړې، چي د ښځو په اړه ط..البان په چټکۍ سره فتواوي صادروي، خو د پاکستان پر وړاندي ناامنۍ، چي له افغان خاوري سرچینه اخلي په اړه چوپ پاته دي.
دا څرګندوني په داسي حال کي کېږي، چي په خیبرپښتونخوا ایالت کي د ناامنۍ له زیاتېدو وروسته، پاکستان د افغانستان پر ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.