د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، هېواد ئې له تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو راهیسي افغانانو ته پناه ورکړې او له خپلو محدودو امکاناتو ئې ورسره مرسته کړې، خو اوس پاکستان د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو له ستونزو سره مخ دئ.
اصف ادعا کوي چي په پاکستان کي د جوماتونو، ښوونځیو، بازارونو او امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کي د ښکېلو کسانو ډېره برخه افغانان دي.
نوموړي زیاته کړې، چي د ناټو له وتلو وروسته ئې تمه درلوده، چي په سیمه کي به امنیت ښه سي، خو د ده په وینا، د ط..البانو له لوري د پاکستان پر وړاندي چلند کي بدلون نه دئ راغلی.

هغه وايي د پاکستان د ناامنۍ پلانونه په افغانستان کي جوړېږي.