د پاکستان رسنيو خبر ورکړی، چي د پاکستان پوليسو د بلوچستان ايالت په کېچ ولسوالۍ کي ۷۴ افغان کډوال نيولي، چي په کښي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال ئې د نورو څېړنو په موخه تربت ښار ته انتقال کړي دي.
پوليس دغه راز زياتوي، چي يادو نيولو سوو افغانانو غوښتل چي په ناقانونه توګه ايران ته ولاړ سي، چي د پوليسو له خوا نيول سوي دي.