د پاکستان رسنيو د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چي پاکستاني امنیتي ځواکونو په بلوچستان ایالت کي پنځه بېپېلوټه الوتکي له منځه وړي دي.
د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، دغو الوتکو غوښتل پر یوې امنیتي پوستې برید وکړي؛ خو ځواکونو هدف تر رسېدو مخکي له منځه وړي دي.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کي چاته مرګژوبله نه ده اوښتې او مالي زیان هم نه لري.