د پاکستان رسنيو د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په کراچي ښار کي يو سوداګريز مارکېټ د شنبې په ماښام اور اخيستی، چي له امله ئې شپږ کسان وژل سوي او شل کسان نور ټپيان سوي دي.
د رسنيو د راپور له مخي دغه اور د يکشنبې تر سهار پوري لا نه و کنټرول سوی، چي له امله ئې دغه مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه راز په دغه مارکېټ کي شاوخوا ۱۲۰۰ دکانونه هم سوځول سوي دي.