د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کي د ګمرک په يوه ګودام کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کي د ګمرک په يوه ګودام کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه اورلګېدنه کي ۴۵ کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ زیات موټران سوځېدلي دي. د ځايي خلګو په وينا چي د دغه اورلګېدني څخه شاوخوا ۲۴ ساعته تېرېږي؛ خو لاهم دغه اورلګېدنه نه ده کنټرول سوې.
د پاکستان پوليسو ويلي چي په ټپيانو سوو کسانو کي پنځه امنيتي ځواکونه هم شامل دي، چي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

د چارواکو په وينا د یادي اورلګېدني له امله د کوټي ـ کراچي او کوټي ـ نوشکي لاري د تګ‌راتګ پر مخ تړل سوي دي، چي د ژغورني تر عملياتو وروسته به بېرته پرانيستل سي.