د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د پنجاب ايالت په ډېره غازي خان سيمه کي د يوې ښوونځي چت نړېدلی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د پنجاب ايالت په ډېره غازي خان سيمه کي د يوې ښوونځي چت نړېدلی دئ، چي له امله ئې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي څلور زده کوونکي وژل سوي او د دوو ښوونکو په ګډون ۲۰ کسان نور ټپيان دي.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي دي.