د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي په کراچي ښار کي ئې هغه کس نيولی، چي تر سلو پر زياتو کوچنيانو ئې جنسي تېری کړی و

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي په کراچي ښار کي ئې هغه کس نيولی، چي تر سلو پر زياتو کوچنيانو ئې جنسي تېری کړی و.
د پوليسو په وينا چي دغه کس عمران نومېږي او په کراچي ښار کي پنچرمين و، چي د تېرو شپږو کلنو راهيسي ئې کم عمره هلکان په نښه کول او وروسته به ئې جنسي تېری پر کوی.
د پوليسو په وينا چي دغه کس ئې د خپل يوه بل ملګری سره يو ځای نيولی دئ.

د پوليسو په خبره چي دغه کس تر څېړني لاندي دئ او ټولي هغه دوسيې به ئې وڅېړل سي چي د پوليسو سره ثبت سوي دي.