د پاکستان رسنیو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کي د امن د کمېټې د مشر نورعالم محسود په کور کي د واده په پروګرام کي ځانمرګی برید سوی، چي له امله د نورعالم محسود په ګډون لس کسان وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا چي د بريد ځای ته نژدې کورونو ته هم زيان رسېدلی دئ.
پوليس وايي چي د دغه پېښي په تړاو ئې څېړنی پيل کړي دي.
باید وويل سي چي د دغه برید مسئوليت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.