د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خپلو وروستيو څرګندونو کي د افغانستان سره پر ډيورنډ فرضي کرښه باندي د اغزن تار د غځولو او امنيتي کېمرو د نصبولو څخه دفاع کړې.
هغه ویل چي پر دغه کرښه د يادو امنيتي موانعو ځای پر ځای کول د پاکستانيانو د خونديتوب په مانا دئ.
هغه ويلي، چي په دې سره به پاکستان ته د ناقانونه افغانانو تګ راتګ هم کنټرول سي.
هغه دغه څرګندوني د عوامي نشنل ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د هغو څرګندونو په غبرګون کي کړي، چي ډيونډ فرضي کرښه د افغانانو او پښتنو ترمنځ د بېلتون په مانا ده.